دخویندو او میندو لپاره ګټور مبایل اپلیکېشن
الحمدلله رب العالمین والصلوات والسلام علی سید الانبیاء والمرسلین و علی آله و اصحابه اجمعین.
د الله تعالی څخه ډېره شکر ګذاره یم چي ما ته یې د دې توان او توفیق راکړ، چي د مسلمانو خویندو پر مهمو احکامو مشتمل یوه مجموعه د کتاب په شکل را جمع او ولیکم.
په دغه کتاب کي د نیکمرغي مېرمني(ښځي) او د نېکمرغه کورنۍ د جوړېدو په اړه لوستلای سی.
کُفري نړۍ او غربیان تل هڅه کوي چي اسلام او مسلمانان بدنامه کړي!
او مسلماني ښځي د خپل دین د ښایسته ارزښتونو څخه لیري کړي او بې حجابي او ګناه ته یې وهڅوي، ځیني مسلماني خویندي له خپلو حقوقو چي اسلام هغوی ته ورکړی ناخبره دي؛
او د غربي ښځو د کلتور او د هغوی د ازاد ژوند څخه داسي متاثره دي چي خپل دین ، کلتور او عفت یې په کامله توګه د خطر سره مخ کړی او یا یې بلکل له لاسه ورکړی دی.
ښځي د ټولني نیمه برخه ده ، د مسلماني بي بي اسلامي روزنه او تربیه د یوې کورنۍ او بلاخره د یوې ټولني روزنه ده.
په دغه کتاب کي ډېر کوښښ سوی چي هره موضوع د اسلامي شریعت پر دلایلو ولیکل سي.
الله تعالی دي دا عمل خاص د خپلی رضاء پخاطر وګرځوي او زموږ څخه دې قبول کړي او چا چي د دې کتاب په ترتیب او جوړولو کي زیار کښلی اجر عظیم او صدقه جاریه وګرځوي.
هیله ده چي زما دا لیکني به د مسلمانو خویندو د اصلاح سبب وګرځي ترڅو په اسلام کي د حجاب او د کورني ژوند احکام او ادابو ته متوجې سي او عمل پرې وکړي الله تعالي به یې د دنیا او اخیرت کامیابي او نیکبختي په نصیب کړي.
This version of نیکمرغه میرمن Android App comes with one universal variant which will work on all the Android devices.
If you are looking to download other versions of نیکمرغه میرمن Android App, We have 1 version in our database. Please select one of them below to download.